ولسمشر غني د یو حکم له لارې ایران سره پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژلو د ژورې او هر اړخیزې ارزونې په موخه با صلاحیته لس کسیز پلاوی وټاکه. د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پلاوي مشري به د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ نظامي سرمفتش حمید طهماسي کوي. سرچینه لیکي چې د ولسمشر غني د حکم په اساس دغه ګومارل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د هرات ولایت مقام سره په همکارۍ موضوع په دقیقه او هر اړخیزه توګه و ارزوي او خپل اجرات او موندنې ژر تر ژره د ملي امنیت شورا دفتر له لارې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري. د راپورونو له مخې د روانې میاشتې په دوولسمه د ایران سرحدي ځواکونو شاوخوا پنځوس تنه افغان مسافر د کار لپاره ایران ته تللي وو، چې د هرات ګلران ولسوالۍ سره پر پوله د ایران په خاوره کې نیول شوي او تر شکنجو وروسته یې د هریرود سیند ته غورځولي دي.
































