د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې څلورو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یادې پېښې پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په دې چاودنه کې یو پوځي وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي. پوځ ویلي چې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي خو د یوه هغه روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. تر اوسه پورې د پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو پاکستاني پوځ یې پړه د پاکستاني طالبانو پر تحریک ور اچولې ده.
































