په افغانستان کې د ناروې سفیر اولي اندرس لیندمن او ورسره پلاوي نن د تېر حکومت د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره لیدلي دي. ډاکتر عبدالله په یاده لیدنه کې ویلي چې افغانان په اوسنیو شرایطو کې نړیوالو مرستو ته ډېره اړتیا لري. په همدې حال کې د ناروې سفیر د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو مرستو پر دوام د ټینکار تر څنګ هیله څرګنده کړې ده چې د افغانستان د خلکو لپاره بهتر شرایط رامنځته شي. نوموړي زیاته کړې ده چې دوی او همکاران یې په هرحال کې د افغانانو تر څنګ دي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي. ناروې وړاندې تر دې هم له نړیوالې ټولنې څخه له افغانستان سره د مرستې غوښتنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې افغانان تر بل هر وخت ډېر په اوسنیو شرایطو کې د نړیوالې ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري.
































