د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې شمالي کوریا نن د پیونګ یانګ له هوایي ډګره دوه نور شکمن لنډ واټن ویشتونکي توغندي ویشتلي دي. د جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې یاد بالستیک توغندي له سنان هوایي ډګر څخه توغول شوي دي او د ۳۸۰ کیلومټره واټن تر وهلو وروسته د دغه هېواد ختیځ ته سمندر کې راپرېوتي دي. د جنوبي کوریا د لوی درستیز دفتر ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ توغول شويو توغنديو شاوخوا ۳۸۰ کیلومټره واټن له ۴۲ کیلومټره لوړوالي سره وهلی دی. شمالي کوریا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هم له همدې هوایي ډګره د هواسونګ-۱۲ منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي توغولي وو چې امریکا یې سخته غوسه کړې وه. امریکا تر اوسه پورې د کوریا دې اقدام ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې یې ورته د سختو بندیزونو ګواښونه کړي وو.
































