پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر کونړ ولایت توغندویي برید کړی دی. د کونړ ولایت اوسېدونکو ویلي چې پاکستاني ځواکونو تېره ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو برخو ۲۱ توغندي توغولي دي. که څه هم ا.ا رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي خو ځایي چارواکي وایي چې دوی یې هم بېرته په ځواب کې توغندي توغولي دي. دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د ټولو اصولو او قوانینو خلاف پر کونړ ولایت توغندویي برید کوي بلکې وړاندې تر دې یې هم ورته بریدونه کړي دي او دې غاړې ته یې خلکو ته د ځاني تلفاتو سربېره ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي. پاکستان دا بریدونه پر داسې مهال کوي چې نن یو شمېر رسنیو راپور ورکړی دی چې ښایي سبا ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راشي.
































