د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د یو موټر چپه کېدو پېښه کې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د چارواکو په وینا، دا پېښه د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په اړوندو کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په خبره، ټپیان یې روغتون ته لېږدولي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. چارواکو د دې پېښې علت د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکي بې احتیاطي په ګوته کړې ده.
































