د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان په اړه ټلفوني خبرې کړې دي. عمران خان ویلي چې ده له پوتین سره د افغانستان د کنګل شویو پیسو پر ازادولو، له افغانانو څخه د نړیوالو پر ملاتړ او په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي. عمران خان پر داسې مهال له پوتین سره د افغانستان په اړه خبرې کوي چې نن دغه هېواد یو ځل بیا پر کونړ ولایت توغندویي بریدونه کړي دي او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي. د یادونې ده چې پاکستان د دغه بریدونو د بندولو په تړاو د افغانستان له جدي اعتراضونو سره سره په وقفهای ډول خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
































