پر متحده عربي اماراتو د حوثي یاغیانو بریدونو سخت غبرګونونه پارولي دي. تېره ورځ حوثي یاغیانو له ډرون الوتکو او بالستیک توغندیو په استفادي د متحده عربي اماراتو په مرکز ابوظبي کې څو سیمې په نښه کړې. په دې کې هوایي ډګر او د تېلو څو تصفیه ځایونه شامل وو. په دې بریدونو کې شاوخوا ۳ کسه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
حوثیانو په ښکاره ددې برید پړه منلې او د بریدونو د ډېرولو خبره یې کړې ده. ا
ماراتو دا یو ترهګریز برید بللی او په خبره یې د برید ځواب پر وخت ورکوي. بلخوا امریکا بیا دا برید غندلی او زیاتوي چې امریکا د خپلو ملګرو هېوادونو پر وړاندې دغه ډول اقدام نه زغمي.
































