د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي. د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې خلیلزاد له جنرال باجوه سره د افغان سولې او سیمه ییز امنیت په ګډون پر ځینې مسایلو غږېدلی دی. په خبرپاڼه کې د خلیلزاد له قوله ویل شوي چې په سیمه کې یې د پاکستان د پرله پسې هڅو ستاینه کړې ده. دا په یوه میاشت کې دویم ځل دی چې خلیلزاد پاکستان ته سفر کوي. له دې مخکې زلمي خلیلزاد ویلي و، په دوحه کې یې له طالب استازو سره لیدنه کې د بندیانو د خوشې کېدو بهیر، د سولې بین الافغاني خبرو پیل او د سولې لپاره پر سیمه ییزې او نړیوالې اجماع خبرې کړې دي.
































