د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي. په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې کارپوهانو په خپل راپور کې ویلي چې نړۍ باید د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي او دوی د بشري حقونو رعایت ته وهڅوي.
سرچینه وايي چې همدا اوس په افغانستان کې هم له اقتصادي پلوه او هم له بشري پلوه وضعیت ترینګلی دی او د وضعیت کنټرول د نړیوالو مستقیم تعامل ته اړتیا لري. په راپور کې راځي چې له نوي حکومت سره باید پر بشري حقونو، د مېرمنو پر حقونو د نجونو پر زده کړو او نورو مواردو اوږده بحثونه وشي.
دغه کاروپوهانو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو دوام هم مهم بللی دی او په وینا یې که تعامل رامنځته نه شي نو د میلیونونه کسانو ژوند له خطر سره مخ کېدلی شي.
































