په کابل کې په نشه يي توکو د زرګونه روږدو کسانو درملنه روانه ده. الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د نشه يي توکو ستر تولیدوونکی هېواد دی، خو دغه آفت یې د خپلو وګړو لمن هم نیولې ده.
په راپور کې راځي چې یوازې په پلازمینه کابل کې زرګونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې کورونه نه لري او تر ډېره د کابل سیند تر پلونو لاندې ژوند کوي. په راپور کې راځي چې نوي حکومت بیا زرګونه دغه معتادین راټول کړي او درملنه یې روانه کړې ده.
سرچینه کاږي چې د نشه يي توکو د روږدو د درملنې یو مرکز چې د ۳۵۰ کارکوونکي او د زرو کسانو د درملنې ظرفیت لري، دمګړی د شاوخوا ۳۵۰۰ معتادینو په درملنه بوخت دی. بلخوا دې رسنۍ ته بیا افغان چارواکو ویلي چې د روږدو د درملنې په برخه کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
































