ناروې د افغانستان له تعلیمي برخې سره د مرستې ډاډ ورکړی دی. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ناروې سفیر او د افغانستان لپاره د ناروې د ولسمشر ځانګړي استازي لینډ من د پوهنې وزارت له چارواکو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې د زده کړو پر وضعیت او ښوونځيو پر فعالېدو خبرې شوې دي.
د ناروې سفیر ویلي چې دوی له افغانستان سره له اوږدو کلونو راهیسې په تعلیمي برخه کې مرستې کوي او د مرستو دوام ته ژمن دي.
له دې سره جوخت د پوهنې وزارت چارواکو هم د ناروې له دایمي مرستو مننه کړې ده او زیاتوي چې افغانستان د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او تمه لري چې ناروې هم د تېر په څېر له افغان حکومت سره په تعلیمي برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
































