امریکا وايي که طالبان تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي نو ددې احمتال شته چې د سولې پر هوکړه له سره کتنه وشي. د امریکا ددفاع نوي مرستیال وزیر جیمز انډېرسون ددغه هېواد سنا ته د خبرو پر مهال ویلي دوی له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسېدو او تاوتریخوالي د کمېدو په موخه د سولې هوکړه کړې ده. دده په خبره که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي نو ددې احتمال شته چې د سولې پر دغه هوکړه له سره کتنه وشي او همدا راز د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ ودرېږي. انډېرسون ویلي دوی هغه څه ارو مرو عملي کوي چې په اړه یې څرګندونې کوي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لړۍ ژر تر ژره پیل کړي.
































