د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه شمالي وزیرستان کې دغې کرښې ته څېرمه د پاکستاني پولیسو پر پوسته د وسله والو په برید کې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په وزیرستان کې د پاکستاني پولیسو سیمه ییز قومندان رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د میر علي تحصیل په سیمه کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د پولیسو مشر ویلي چې تر پېښې وروسته یې ځواکونه د پېښې ځای ته لېږلي او د لټون عملیات یې پیل کړي دي. د پاکستاني طالبانو تحریک د یاد برید پړه پر غاړه اخیستې ده او تر شپږو پورې پولیسو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
































