هند دې په مستقیمه توګه د ترهګرۍ په اړه خپلې اندېښنې له طالبانو سره مخامخ شریکې کړي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له دې هندو ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي هند اړ دی چې په افغان سوله کې لا ډېر فعال رول ادا کړي. دده په خبره دغه هېواد ته په کار ده چې په مستقیمه توګه له طالبانو سره په اړیکه کې شي، خبرې ورسره وکړي او د ترهګرۍ په اړه خپلې اندېښنې له دغه ډلې سره شریکې کړي. ورځپاڼه لیکي هند اندېښنه لري چې طالبان د پاکستان تر کنټرول لاندې دي نو ځکه ښایي په افغانستان کې د هند له موجودیت سره مخالفت وکړي، خو خلیلزاد ویلي چې هند دې خپلې دغه او نورې ټولې اندېښنې له طالبانو سره مخامخ شریکې کړي. نوموړي ویلي هند او افغانستان له یو بل سره اوږدې اړیکې لري او ددغه اړیکو د لا دوام او پایښت لپاره باید نوی ډهلي په افغان سوله کې لا ډېره فعاله ونډه واخلي.
































