د افغانستان ا.ا سیمه ییز چارواکي وایي چې په غور ولایت کې د جام په نامه د تاریخي منار د نړېدو خبرونه ناسم دي. یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي وو چې په غور ولایت کې د جام په نامه منار چې مخکې هم سیلابونو ځپلی و د وروستۍ زلزلې او سیلابونو له امله رانړېدلی دی، خو د چارواکو په خبره، سیلابونو دغه جام ته ډېر زیان نه دی اړولی خو یوازې د زلزلې له کبله یې څو خښتې راښویېدلې دي. په همدې حال کې سیمه ییزو خبریالانو هم ویلي چې یاد منار روغ دی خو د سیمي د اوسېدونکو له قوله یې ویلي چې که چېرته ا.ا دغه تاریخي منار ته پاملرنه ونه کړي نو ښایي ډېر ژر ونړېږي.
































