اسټرالیایي روغتیایي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو راپدېخوا تر ټولو لوړ شمېر یې نن ثبت کړی دی. رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې په اسټرالیا کې د کرونا ویرس له خپریدو راپدیخوا د مړینې ډېر شمېر نن ورځ ثبت شوی، چې ورسره په هېواد کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. راپور کې راغلي دي چې د هېواد په روغتونونو کې هم پر کرونا ویروس ډېر اخته کسان بستري شوي دي. چارواکو ویلي چې نن په دغه هېواد کې پر کرونا ویروس ۷۷ کسان مړه شوي او په ټول هېواد کې د ویروس ۷۳ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. اسټرالیا کې د کرونا ویروس خپرېدو له پیله تر اوسه ۱.۶ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ۲ زره او ۷۷۶ ترې مړه شوي او پاتې نور یې یا تر درملنه لاندې دي او یا تر درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.
































