وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د افغانستان د پخواني رژیم ډېری سفارتونه لا هم د پخواني نظام د ډيپلوماټانو په لاس کې دي خو د طالبانو تر واک لاندي اوسني نظام هڅې پیل کړې دي چې یاد سفارتونه راخپل کړي او خپل استازي ورولېږي. راپور کاږي چې یاد سفارتونه ډېری یې د پنجشیر د مقاومت ملاتړي دي. که څه هم تر اوسه پورې هیڅ کوم هېواد د افغانستان ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی خو دوی د رسمیت خپلولو لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي او په وار وار یې ویلي چې ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره ټاکل شوي ټول معیارونه پوره کړي دي او نړیوالو ته په کار ده چې له دوی سره د یو حکومت په څېر روابط پیل کړي، خو دغې غوښتنې ته تر اوسه پورې هیڅ هېواد مثبت ځواب نه دی ویلی.
































