د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو پر یوه پوسته باندې برید شوی دی چې په پایله کې یې د یو افسر په ګډون څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یاد برید پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله والو د پولیسو د تالاشۍ پر یو مرکز برید کړی دی چې په نتیجه کې یې دوه پولیس وژل شوي او د یو افسر په ګډون دوه نور ټپيان شوي دي. په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د ورته نورو بریدونو خبرداری هم ورکړی دی او ویلي یې دي چې ښایي وسله وال په نږدې راتلونکې کې ورته نور بریدونه هم پلان کړي. د یاد برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې ده او شپږو پولیسو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
































