د کورنیو چارو وزارت چارواکي په کابل کې د هغه نجلۍ کورنۍ ته د خواخوږۍ او بښنې غوښتلو لپاره ورغلي، چې تېره اونۍ د شپې لخوا په یوه تلاشۍ کې په خطایي ډول د یوه ط الب ساتونکي لخو په ډزو وژل شوې وه. د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال مولوي محمد محسن هاشمي وایي، د زینب قاتل نیول شوی او د قانون منګلو ته سپارل شوی دی. نوموړي ویلي، چې هېڅوک تر قانون لوړ نه دي او په ټولو به یو ډول قانون عملي کېږي. دغه راز د کورنیو چارو د وزیر په امر د زینب له کورنۍ سره شپږ سوه زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
































