د افغانستان ا.ا وایي شرعي اصولو ته په پام به ډېر ژر د پوهنتونو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي. د رییس الوزرا مرستیال مولوي برادر د دولتي پوهنتونو د استادانو له اتحادیې سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د لوړو زده کړو دوام او په دې برخه کې د کیفیت لوړولو ته ژمن دي نو له همدې امله هڅه کوي ډېر ژر د پوهنتونو دروازې د محصلینو پر مخ پرانیستل شي.
دده په وینا شرعي اصول به په پوهنتونو کې مراعات کېږي او ټولو ته به د زده کړو زمینه برابرېږي. دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تازه د لوړو زده کړو وزارت هم په راتلونکو لسو یا پنځلسو ورځو کې د پوهنتونو له پیلېدو خبر ورکړی دی.
































