امریکا وایي له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دوی په دې سختو شرایطو کې له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او له افغانستان سره د کرونا واکسین د ورکړې شوې ژمنه هم عملي کوي.
بلینکن وایي چې دوی له افغانستان سره د یو میلیون دوزه واکسین د ورکړې ژمنه کړې وه او هڅه کوي چې د کو واکس پروګرام له لارې پاتې واکسین هم افغانستان ته ولېږل شي. امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې د افغان شتمنیو د کنګل کولو له امله د نړیوالو له سخت فشار سره مخ ده.
خو امریکا وايي د دوی بندیزونو بشردوستانه خدماتو او مرستو ته هېڅ راز خنډ نه دی جوړ کړی او کوم بنسټونه چې په دې برخه کې ستونزه لري دوی یې د ستونزو حل کولو ته ژمن دي.
































