په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۲۵۳ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په هېواد کې په بېلو لابراتوارونو کې لسګونه مشکوکې پېښې څېړلې دي. دده په وینا له دې ډلې ۲۵۳ یې مثبتې وې. په دې سره د په هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۰۳۳ ته رسېدلی دی. نوموړی همدا راز وایي چې په همدې موده کې د کرونا ویروس له امله ۶ کسه مړه شوي او ۲۹ کسه بېرته ترې روغ شوي هم دي.
































