د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، کرونا ناروغي هم لکه د نورو شیانو په څېر مري او که واکسین ورته جوړ هم نه شي، دغه ناروغي خپله له منځه ځي. ټرمپ دې خبرې ته په اشارې چې د مني په موسم کې به د کرونا څپه یو ځل بیا راشي وایي، د ویروسنو او نفلوانازا په راتلو سره پوهان د واکسین جوړولو هڅه کوي، خو تر هغه چې واکسین جوړېږي، دغه ویروسونه او ناروغۍ خپله له منځه ځي. ټرمپ داسې مهال د کرونا ناروغۍ لپاره د واکسینو د اړتیا پر نشتون خبرې کوي، چې په امریکا کې د الرژۍ د ملي موسسې مشر آنتوني فائوچي د واکسینو پر جوړولو بیا بیا ټینګار کړی او وایي، که د کرونا ویروس لپاره واکسین جوړ نه شي هېڅکله به له منځه لاړه نه شي.
































