د افغانستان ا.ا هغه راپورونه رد کړي دي چې ویل کېدل د افغانستان اوبه ایران ته بېرته ورخوشې کړل شوې دي. د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د کمال خان بند اوبه د دې بند لاندې سیمو اوسېدونکو په غوښتنه او د بزګرانو د ستونزو د حل په موخه خوشې شوې دي او ایران ته د دغو اوبو د خوشې کولو په اړه خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري. د یادونې ده چې وړاندې تر دې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي وو چې د افغانستان ا.ا سیمه ییزو چارواکو ایران ته د کمال خان بندر اوبه ورخوشې کړې دي. د یادونې ده چې د کمال خان بند له جوړېدو سره سم ایران ته تلونکې اوبه را وګرځول شوې چې د ایراني چارواکو په ګډون یې په ایران کې پراخ غبرګونونه راوپارول او غوغاوې یې جوړې کړې.
































