کرونا ناروغۍ تر اوسه پورې په امریکا کې له ۷۷ زره ډېر کسان مړه کړي دي. امریکایي سناتور برني سندرز وایي، له داخلي جګړو وروسته امریکا اوس د خپل تاریخ تر ټولو بد شرایط تجربه کوي. نوموړي ویلي، د امریکا خلک له داسې یوه ناوړه حالت سره مخ دي، چې هېڅ فکر یې نه کېدو. دی وایي، موږ ددې شرایطو د بدلولو لپاره داسې یو کس لرو، چې د امریکا د ولسمشر په توګه ډېر غیر مسوولانه چلن کوي او اوسني شرایط نه شي درک کولای. سندرز ویلي، د امریکا دولت باید کارګرو ته خپل حق ورکړي او تر څنګ یې په میاشتني ډول ۲۰۰۰ ډالر اضافي ځکه ورکړي، چې خلک له اوسنیو بدو اقتصادي شرایطو څخه روغ ووځي.
































