روسیې او ایران د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په مسکو کې له ولسمشر پوتین سره کتلي دي. دواړو لورو د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر مسئله هم خبرې کړې دي.
دوی ویلي چې د افغانستان د اوسني وضعیت او راتلونکې په اړه اندېښنه لري خو ددغه وضعیت په اړه یې واضح خبرې نه دي کړې. د کرملین خبرپاڼه وايي، رییسي ویلي چې یوازې یو ټولشموله او په خپلو پښو ولاړ حکومت افغانستان ته دایمي ثبات راوستلی شي.
دوی همدا راز د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د امریکا د ګواښونو پر وړاندې پر درېدو خبرې کړې دي.
































