ترکیې له افغانستان سره بشردوستانه مرسته اعلان کړه. د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې په افغانستان کې خلک له سخت وضعیت سره مخ دي، چې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي چې د خیر ښېګڼې په نامه له لومړنیو توکو ډک ټرېن افغانستان ته ولېږي.
اردوغان وایي چې په دې کې شاوخوا ۷۰۰ ټنه مرستندویه توکي دي چې افغانستان ته به لېږدول کېږي او پر اړمنو وېشل کېږي. اردوغان یو ځل بیا ویلي چې دوی په افغانستان کې دایمي ثبات غواړي او هيله لري چې دغه هېواد له روانو ستونزو راووځي.
































