امریکا وايي ډاډه دي چې روسیه پر اوکراین د برید پلان لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه مرکه کې ویلي چې دوی له روسیې سره د خبرو له لارې مخ ته ځي. دده په خبره روسیې ته یې واضح کړې چې یا به خبرې کوي او یا به له امریکا سره د مخامخ کېدو عواقب زغمي.
هغه ټینګار کړی چې د امریکا لپاره مذاکرات لومړیتوب دي، خو که روسیه له دې کار په شا کېږي نو بدې پایلې به ولري. په ورته وخت کې ولسمشر بایډن هم په خپله کلنۍ وینا کې ویلي چې روسیه سل په سله پر اوکراین د برید پلان لري او دوی به یې پر وړاندې اړین اقدامات ترسره کوي.
































