له قطري او ترکي لوري سره د هوایي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې شوې دي. د ترانسپورت وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د رییس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنیفي په مشرۍ پلاوي د ترکیې او قطر هېواد له ګډ پلاوي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د کابل، کندهار، خوست، هرات او مزار شریف هوایي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې شوې دي. ترانسپورت وزارت وایي چې دې مذاکراتو دوه ورځې دوام کړی دی او تر ډېره د یادو هوايي ډګرونو د تخنیکي مسوولیت پر سپارلو خبرې شوې دي.
ترانسپورت وزارت خبرې او لیدنې ګټورې بولي او زیاتوي چې درېواړو اړخونو پر ګډو ګټو ټینګار کړی دی او پر لا پرمختګونو بحث شوی دی.
































