د امریکا ددفاع وزارت په کابل کې د خپل وروستي هوایي برید ویډيو خپره کړې ده. امریکايي رسنۍ وايي چې امریکا اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانوني پر بنسټ ددغه ویډیو د خپرولو اجازه ورکړې ده. دا ویډیو ټولټال ۲۵ دقیقې ده چې تر برید وروسته او مخکې د په نښه شوي کور وضعیت ښيي.
امریکا هغه مهال ادعا کړې وه چې په کابل هوایي ډګر کې د شوي ځانمرګي برید عاملین یې په نښه کړي او په وینا یې دا کسان د داعش ډلې غړي وو. خو وروسته معلومه شوه چې د پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي او اکثریت یې ماشومان وو.
پنټاګون وروسته دا ومنله چې ملکي وګړي یې وژلي دي، خو وايي دا یو جنګی جنایت نه دی او هېڅوک به ددې پېښې له امله جزايي نه شي. په ویډیو کې تر برید مخکې سیمه په واضح توګه ښکاري، چې شاوخوا ملکي وګړي او تر ډېره ماشومان تګ راتګ کوي، خو امریکا بیا هم دغه برید ترسره کوي او د یوې کورنۍ د ګڼو غړو ژوند اخلي.
دې برید په نړیواله کچه غبرګونونه له ځان سره لرل او دا یې یو نه بښل کېدونکی بشر ضد جنایت بللی و.
































