د ملي امنیت شورا وایي، د سولې پروسې د پرمختګ او له کرونا ناروغۍ څخه د مخنیوي په موخه تر اوسه پورې د ولسمشر د فرمان له مخې د افغانستان له زندانونو څخه ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشي شوي دي. د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د ولسمشر د لومړۍ ګڼې فرمان پر اساس تر اوسه پورې زر تنه طالب بندیان، د هغوی عمر، روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په کتو خوشي شوي، چې ورستۍ ډله یې ۶۷ تنه طالب بندیان و چې د تېرې پنجشنبې په ماښام د پروان له زندان څخه خوشي شوي دي. طالبانو د حکومت له لوري د زندانیانو د خلاصون هرکلی کړی او ددې پروسۍ د ګړندي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
































