د افغانستان ا.ا د استخباراتو ریاست ویلي چې ځینې کسان بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه دیني او ملي ارزښتونه تر پښو لاندي کوي، دې ارزښتونو ته سپکاوی کوي او پر ا.ا بې بنسټه تورونه لګوي. د یاد ریاست په خبره، په دغه برخه کې یو شمېر رسنۍ هم بې بنسټه تورونه رسنیز کوي. دوی زیاته کړې ده چې نور افغان ولس ته د دیني او ملي ارزښتونو سپکاوی د زغم وړ نه دی. یاد ریاست ویلي چې رسنۍ دې د ژورنالیستیکو اصولو په پام کې نیولو سره له ورته پروپاګند خپرولو څخه په کلکه ډډه وکړي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته یو شمېر خلکو بشري حقونو ته د سپکاوي په نوم پر ا.ا ځینې تورونه لګولي دي او زیاته کړې یې ده چې د ا.ا بشري حقونو ته هیڅ ډول درناوی نه لري.
































