د افغانستان ا.ا د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست ویلي چې په هېواد کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې هیڅ ډول خنډ وجود نه لري. هغه زیاته کړې ده چې تعلیم پر ښځه او نر دواړو باندې فرض دی او دا خبرې چې ا.ا د نجونو له زده کړو سره ستونزه لري له حقیقته لرې او یوازې تبلیغات دي. شیخ محمد خالد دغه راز ویلي چې د هېواد په ټولو پوهنتونو کې به د امر باالمعروف او نهی عن المنکر یوه څانګه پرانیستل شي او یاده څانګه به خلکو ته په اړونده برخه کې ځینې لازمې لارښوونې کوي. د یادونې ده چې وړاندې تر دې د پوهنې وزارت معین هم ویلي وو چې تر راتلونکو لسو/پنځلسو ورځو پورې به په ګرمسیرو ولایتونو کې د پوهنتونونو دروازې د وروستیو سمسترونو د زده کړیالانو پر مخ پرانیستل شي.
































