د پاکستان په ستر سوداګریز ښار لاهور کې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا چاودنه په یو موټرسایکل کې د چاودنې توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او ۲۲ نور سخت ټپيان شوي دي. د لاهور د پولیسو ویاند رعنا عارف رسنیو ته ویلي چې دا چاودنه په انارکلي سیمه کې یو بانک ته څېرمه رامنځته شوې ده او په خبره یې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي. د برید مسوولیت تر اوسه پورې هیڅ کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو پر پوسته تر یو برید وروسته د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې وسله وال په پاکستان کې د نورو بریدونو پلان هم لري.
































