د ا.ا.ا د امريکا د ولسمشر جوبایډن هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ګواکې افغانستان د يووالي وړتيا نه لري. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، ویشلي ملتونه نه بلکې یواځې متحد ملتونه کولای شي د یرغلګرو او امپرتوریو د زوال سبب وګرځي. بلخي ویلي د اشغال له پایته رسېدو وروسته، اسلامي امارت په لږو سرچينو او کم وخت سرتاسري امنيت ټينګ، او ولس يې سره متحد کړ. د ده په خبره نفاق یوه بهرنۍ پدیده ده چې یرغلګرو د خپلې بقا لپاره هغې ته لمن وهلې خو مقابل کې یې افغانانو د ګډې اسلامي عقیدې، مشترکو تاریخي ویاړونو پر مټ یرغلګر له ماتې سره مخ او اوس د سیال ملت کېدو لپاره ګامونه اخلي. د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ کلیزې په اړه د وینا پر مهال ویلي، چې افغانان یو متحد ملت نشي جوړېدای او د یوه واحد حکومت تر چتر لاندې نشي راتلی، نو ځکه په دې هېواد کې د امریکا حضور بې ګټې و.
































