په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې یرغل وېره څرګندېږي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سره په جنیوا کې لیدنه لري. پرون د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن روسیې ته پر اوکرایین د برید پایله کې د سختو عواقبو خبرداری ورکړ. له روسي سیال سره له نننۍ لیدنې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد له متحدینو سره پر روسیې د بندیزونو په هکله د خبرو لپاره په یوه سفر تللی و. د امریکا بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې بلېنکن به له لاوروف سره خبرو کې د یوې داسې دیپلوماتیکې تګلارې وړاندیز وکړي چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره نورو خبرو ته لار هواره شي. له بلېنکن سره ګډې خبري غونډې ته وینا کې د جرمني بهرنیو وزیرې انالینا بایربوک پر اوکرایین د روسیې هر ډول یرغل مخنیوي لپاره د سملاسي اقداماتو غوښتنه وکړه او د داسې احتمالي اقداماتو یادونه یې هم وکړه، چې په وینا یې له کبله یې ښايي زموږ لپاره هم اقتصادي اغېز رامنځته شي. روسیې له اوکرایین سره پر پوله نږدې ۱۰۰ پوځیان ځای پر ځای کړي، خو پر دغه هېواد د یرغل کولو پلان ردوي.































