د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د لوږې له کبله د مړینو د خطر د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ. انتونیو ګوترېش ددې سازمان د سرمنشي په توګه د خپلې دویمې دورې د پیل په مناسبت له اسوشېټېډ پرېس اژانس ته په مرکه کې وویل، په کار نه ده افغانان د طالبانو د غلطو کړنو له کبله په ډله ییز ډول مجازات نه شي. د ګوترېش په خبره دا ډېره مهمه ده چې له افغانستان سره بشري مرستې لا زیاتې شي، ځکه افغانان په داسې وضعیت کې دي چې د لوږې له کبله یې ژوند ته د مرګ خطر پېښ دی. انتونيو ګوترېش په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او په کار ده چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره له دغه هېواد سره د نغدو پیسو مرستې وشي.
































