ناروې د روانې جنورۍ میاشتې له ۲۳مې تر ۲۵ نېټې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه کوي. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې ناسته کې د ګډون لپاره یې د اسلامي امارت استازو، د افغانستان مدني ټولنو فعالانو او د نړۍ د هیوادونو استازو ته بلنه ورکړې ده. ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی په دغه غونډه کې د ګډون په موخه سبا د ناروې پلازمېنې اوسلو ته لاړ شي. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې یاد پلاوي پرون د دې غونډې په تړاو ناسته هم کړې ده. ناروې هم ویلي چې هیواد یې د جنورۍ په ۲۳مه د افغانستان په اړه د غونډې کوربه دی.
































