ګڼ امریکايي پوځیان د افغانستان په اړه د بایډن وروستیو څرګندونو غوسه کړي دي. امریکايي پوځیان وایي د بایډن دا خبرې له شرمه ډکې او زړه ماتوونکې دي چې وایي د افغانستان په اړه بښنې ته اړتیا نه لري.
د امریکا د سمندري ځواک پخواني غړي براین ماسټ چې په افغانستان کې یې هم ماموریت ترسره کړی له امریکایي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د بایډن بې پامۍ او عجولانه پرېکړو امریکا په نړیواله کچه له شرم او سپکاوي سره مخ کړه. دده په وینا بایډن یوازې د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کاوه، خو هلته د وضعیت، سم پلان او پر وخت وتل ورته مهم نه وو. دده په وینا بایډن په سم پلان او ديپلوماسۍ کولی شوی په افغانستان کې د امریکا د سپکېدو مخه ونیسي، خو په دې کار کې ناکام و.
دغه امریکايي پوځي ویلي چې د امریکا پوځ او حکومت ته د اوښتي سپکاوي، مسوول بایډن د هغه اداره او سیاسي دستګاه ده.
































