د سالنګ لویه لار د سختو ورښتونو له امله د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولینو ویلي چې په شمالي سالنګ کې د سخت توپان او په جنوبي سالنګ کې د سختو ورښتونو له امله له تېرې شپې راهیسې دغه لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د سرچینې په خبره خلکو ته یې سپارښتنه کړې چې پر دې لار تر دویمې اطلاع پورې له تګ راتګ ډډه وکړي.
بلخوا وړاندوینه شوې چې په دې لاره کې ورښتونه څو ورځې دوام وکړي. د هېواد د هوا پېژندنې ادارې په ګڼو ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی، چې ښایي د هېواد ګڼې لویې لارې د دې ورښتونو له امله بندې شي.
































