ملګري ملتونه وايي د هېواد په لودیځ کې وروستۍ زلزلې شاوخوا زر کورونه ویجاړ کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان په لودیځ ولایت بادغیس کې زلزلې عامو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
سرچینه وایي چې په دې پېښه کې شاوخوا زر کورونه ویجاړ شوي او د پاکو اوبو سرچینې هم له منځه تللې دي. بلخوا راپورونه وایي چې ددغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې زلزلې ۲۲ کسه وژلي وو او تر ۴۰ پورې نور یې ټپیان کړي وو. د پېښې وروستۍ شمېرې هم لا هم کره نه بلل کېږي.
په ورته وخت کې ځینو مرستندویه بنسټونو له دغه زلزله ځپلو سره د مرستو خبر هم ورکړی و.
































