یو شمېر د نړیوالو رسنیو خبریالانو راپور ورکړی دی چې په اسلو کې به د افغانستان په اړه درې ورځنۍ ناسته د تړلو دروازو تر شا ترسره شي. خبریالانو د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی دی چې دا ناسته به ډېر ژر جوړه شي خو د ترسره کېدو کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې. د دغې ناستې په اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي. دا ناسته وروسته تر هغه ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د اروپایي ټولنې دفتر هم پرانیستل شو او دغه راز هغوی له افغانستان سره په اوسنیو شرایطو کې د مرستې او دوامداره همکارۍ ژمنه هم کړې ده.
































