د ایران د روغتیا وزارت مرستیال ویلی، د ایران په پلازمېنه تهران کې د کرونا ویروس خپرېدو نزولي حالت خپل کړی دی، خو بیا هم تر اوسه پورې د مثبتو پېښو او مړینې شمېر د اندېښنې وړ دی. ایرج حریرچي وایي، په تېرو څو اونیو کې ورځ تر بلې په تهران کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر او د مړینې کچه د پام وړ را ټیټه شوې ده. دی وایي اوس هم لا خطر نه دی بچ شوی، خو هیله یې څرګنده کړې ده چې ددې ویروس بله څپه به نه راځي او د اوسني حالت د کابو کولو لپاره به خپلې هڅې همداسې جاري وساتي.
































