د افغانستان ا.ا د امر بالمعروف او نهی هن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي د کابل پوهنتون له استادانو سره په لیدنه کې ویلي چې استاد د ټولنې لپاره د پلار حیثیت لري، عالم او دانشمند چې د خدای پر وړاندې کوم حیثیت لري د بل چا نشته دی. نوموړي څرګنده کړې ده هغه ملت تل بریالی وي چې خپلو ارزښتونو، عقیدې او اقدارو ته ژمن پاتې شي، خو په خبره یې، هغوی بیا ټول ناکام ملتونه بلل شوي چې یاد ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي دي. شیخ خالد هغو استادانو ته په اشارې چې له هېواده وتلي دي ویلي، چې هېواد ته ژمن خلک په انقلابونو او بدو شرایطو کې د خپل ملت تر څنګ وي. هغه ټینګار کړی دی چې ښوونځي، مدرسې او پوهنتونونونه ټول د هېواد او ملت د پرمختګ مرکزونه دي او دوی ته یو ډول ارزښت لري.
































