د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی ناروې ته روان شوی دی. متقي تر یاد سفر مخکې په یو غږیز پیغام کې ویلي، خوښ دی چې له نړیوالو سره یې سیاسي اړیکې پر ښه لور روانې دي او دوی هیله لري چې دا سفر به یې ښې لاسته راوړنې ولري. هغه زیاته کړې ده چې، په دې درې ورځني سفر کې له به اروپایي، امریکایي او د یو شمېر عربي هېوادونو له چارواکو سره پر ګڼو موضوعاتو خبرې اترې وکړي. د هغه په وینا، دوی به دغه راز ناروې کې له یو شمېر هغو افغانانو او ښځینه مشرانو سره هم وګوري چې د بشري حقونو، بشري مرستو او رسنیو برخه کې فعال دي. متقي ټینګار کړی دی چې د دې خبرو اصلي اجنډا به په هېواد کې د بشري ناورین مخنیوی وي.
































