د سالنګ لویه لار بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده. د سالنګونو ساتنې او مراقبت مسوولین وایي چې له ۳۳ ساعتونو بندښت وروسته بېرته دغه لار د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې او موټرونو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.
ددغه لارې د ساتنې مسوولینو بیا هم پر موټر چلوونکو غږ کړی چې د تګ راتګ پر مهال له پوره احتیاط کار واخلي او سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
سالنګ د افغانستان له لویو مواصلاتي لارو ګڼل کېږيٍ چې ګڼ شمالي ولایتونه له مرکز کابل سره نښلوي، خو د ژمي په موسم کې پر دې لار تګ راتګ د واورې او توپان له امله سخت وي.
































