عمران دې افغانانو ته د مرستې غوښتلو پر ځای دوه مخیتوب پرېږدي. د پاکستان د استازو مجلس غړي او د پښتنو د حقونو فعال محسن داوړ د عمران خان پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښوودلی دی. نوموړي ویلي عمران خان اوس په نمایشي ټوېټ پیغامونو افغانانو ته د مرستو غوښتنه کوي، خو ددغه هېواد پر وړاندې کړي ظلمونه له یاده باسي.
محسن داوړ وایي عمران که رښتیا هم له افغانانو سره خواخوږي لري، نو دوی ته دې د مرستو راټولو پر ځای له دوه مخیتوب لاس په سر شي. هغه زیاته کړې چې پاکستان دې د افغانانو پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي او اجازه دې ورکړي چې افغانان خپل هېواد جوړ کړي.
عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان کې د بشري ناورین د ختمولو په موخه خپلې مرستې ډېرې کړي، هغه څه چې محسن داوړ دوه مخیتوب بللی دی.
































