کورنیو چارو وزارت وايي چې غیر مسووله وسله والو د غور په ننني لاریون کې برخه درلوده چې په دولتي تاسیساتو او امنیتي ځواکونو یې برید وکړ. د کورنیو چارو وزارت ویاند طاریق ارین وايي، چې په ننني لاریون کې دوه پولیس، څلور لاریون کونکي او یو خبریال وژل شوي او ۱۰ تنه پولیس او نهه تنه نور لاریون کوونکي ټپیان شوي دي. په همدې حال کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې په غور کې د خوراکي توکو د وېش پر مهال څلور تنه وژل شوي دي. هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه پېښې ټکان ورکړی دی. اعتراض کوونکي، کارګران او بې وزله خلک دي. دوی اړمنو کورنیو ته د مرستو په رسولو کې حکومت په بې پروايي تورنوي.
































