د افغانستان په اړه په اسلو کې د نارویژي هېوادونو ناسته پیل شوې ده. دا ناسته د ناروې هېواد په یو نامتو هوټل سوریا موریا کې جوړه شوې ده. د راپورونو له مخې، په دې درې ورځنۍ غونډه کې به د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ا.ا پلاوی، یو شمېر افغان سیاستوال، مدني فعالان او د امریکا او اروپا استازي برخه ولري. راپورونه وایي چې نننۍ ناسته د ا.ا د پلاوي او د افغان ښځو د حقوقو د فعالانو پر لیدنه او خبرو اترو پیل شوې ده او نن ورځ به خبري پر بشري حقونو ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو راڅرخي. د یادونې ده چې متقي پر یاد سفر تر روانېدو مخکې ویلي وو چې دوی به د یادې ناستې په څنډه کې د ډېر شمېر هېوادونو له استازو سره هم وګوري او هیله یې ښودلې وه چې نتیجه به یې مثبته وي.
































